
روهي (پنځه نۍ/۲۹ د غبرګولي)، د انګلستان اکسفورډ پوهنتون ساينس پوهانو او روغتيا پالانو له يو شمېر امريکايي ډاکټرانو سره له ګډ کار او تجربو وروسته د کرونا ويروس د شديد ناروغانو لپاره درمل موندلي.
د اکسفورډ پوهنتون روغتياپالان او ساينس پوهان وايي چې ډېکسا مېټازون درمل د کرونا ويروس د هغه ناروغانو لپاره چې تنفسي ستونزه ولري او په بېړني وضعيت کې وي ګتور تمام شوي دي.
ډېکسا مېټازون درمل د نړۍ په ټولو هېوادونه کې پيدا کيږي او له وړاندې د نورو ناروغيو لپاره هم کارول کېدل. دغه درمل په بيه هم ازارنه دي.
د شوې تجربې له مخې ډېکسا مېټازون درمل د کرونا ويروس مخنيوی د واکسين په ډول نه شي کولی خو د کرونا د اندېښنې وړ ناروغانو ۳۷ سلنه درملنه کولی شي.
د انګلستان حکومت هم د کرونا ويروس شديدو ناروغانو ته د ډېکسا مېټازون درملو د ورکړې اجازه ورکړې.