شپږ افغان پوځيان په کې وژل شوي؛ ملي دفاع وزارت وايې چې جوزجان کې يې د طالبانو بريد پر شا کړی 

روهي (څلورنۍ/۲۸ د غبرګولي)، ملي دفاع وزارت په يوې خبرپاڼې کې رسنيو ته ويلي دي چې د جوزجان ولايت په اقچه ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو بريد په شا کړی. د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو دغه نښته تېره شپه شوې ده. 

د وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د طالبانو بريد يې پر شا تنبولی، شپږ افغان سريتري وژل شوي او درې نور ټپيان دي. خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې طالبانو ته يې هم درنه تلفات اړولي دي. 

طالبانو بيا ويلي دي چې د جوزجان ولايت په اقچه ولسوالۍ کې يې پر دوی د عملياتو  د تر سره کولو پلان وو، چې پر وړاندې بريد يې پلان شنډ او ۴۹ پوځيان  يې وژلي، ټپيان او ژوندي نېولي دي. طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر لېکلي دي چې د افغان ځواکونو يو شمېر وسلې يې هم تر لاسه کړې دي.