ولسمشرۍ ماڼۍ: ولسمشر غني پر شېرشاه سوري جومات نننی بريد سخت غندلی 

روهي (جمعه/۲۳ د غبرګولي)، ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې خبرپاڼې په نشر سره د کابل ښار څلورمې کارتې سيمه کې په شېر شاه سوري مجسد کې نننۍ بمي چاودنه غندلې ده. 

خبرپاڼه کې ويل شوي  دي چې ولسمشر غني بريد سخت غندلی، ترهګريزه کړنه،  اسلامي او بشري ارزښتونو ضد جنایت يې بللی دی. 

د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې ويل شوي  دي، "د هیواد جمهوررئیس اړوندو ارګانونو ته د دې دردناکې پېښې د هراړخېزې ارزونې لارښوونه وکړه او د شهید مولوي عزیزالله مفلح او ټولو شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کولو ترڅنګ د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي." 

شېرشاه سوري مسجد نننۍ چاودنه کې د یاد جومات د امام او خطیب مولوي عزیزالله مفلح په ګډون  درې لمونځ کوونکي مړه او يو شمېر ټپيان شول.