کورنيو چارو وزير: هېواد کې د جرمي ډلو تر شا يو شمېر سياسيون ځای لري او ملاتړ يې کوي 

روهي (جمعه/۲۳ د غبرګولي۹، د کورنيو چارو نوماند وزير مسعود اندرابي وايي چې د هېواد په ځيني ولايتونو کې د جنايت کوونکو او جرمي ډلو تر شا يو شمېر سياسي څېرې او سيمه ييز زورواکي شتون لري او له دغه مجرمينو او جنايي ډلو ملاتړ کوي. 

کورنيو چارو نوماند وزير وايي چې دوی هڅې کوي ترڅحو د جنايي ډلو تر شا اقتصادي او سياسي کړۍ پيدا کړي او قانون پرې پلی کړي. 

اندرابي وايي چې پوليسو کابل کې پر مجرمينو ساحه راتنګه کړې ده او پر وړاندې يې مبارزه او قانون پلې کونه ګړندۍ کړې ده. 

په دې وروستيو کې کابل کې يو ځل بيا جنايي پېښې ډېرې شوې دي او ښاريان پر پوليسو نيوکه کوي چې د امنيت په راوستلو کې پاتې راغلي دي.