انګلېس تورپوستي سندرغاړي ۱۲ مېلېونه امريکايي ډالر هغه کسانو ته ورکوي چې د نژادپالنې پر وړاندې مبارزه کوي 

روهي (جمعه/۲۳ د غبرګولي)، د انګلستان مشهور تور پوستي هنرمند (سټارمزي) ۱۲ مېلېونه امريکايي ډالر انګلستان کې د نژاد پالنې سره د مبارزې لپاره وقف کړي دي. 

دغه سندرغاړی وايي چې د ۱۲،۵ مېلېونه امريکايي ډالرو يا لس مېلېونه انګلېسي پونډ پيسو سره غواړي انګلستان کې يو لس کلن پروګرام پيل کړي چې موخه به يې دغه هېواد کې د نژاد پالنې پر وړاندې مبارزه وي. 

نوموړي دغه اقدام په امريکا کې د د سپين پوستي پوليس له خوا د يو تور پوستي له وژل کېدو وروسته کړی دی. سټارمزي هيله ښوودلې ده چې د ۱۲ مېلېونه امريکايي ډالرو په وسيله به د خپلو نورو ملګرو پر مټ لس کاله انګلستان کې بريالۍ د نژادپالنې پر ضد بريالۍ مبارزه وکړي. 

نوموړی له دې وړاندې هم د نژاد پالنې پر وړاندې مبارزه کې فعال وو او تازه يې تېره اوونۍ انګلستان کې د وژل شوي تورپوستي پر ملاتړ لاريونونو کې کې هم برخه اخېستې وه.