پمپيو: د نړیوالې جنايي محکمې کارمندانو ته به سزا ورکړو او اجازه ورنه کړو چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او د فلسطين يانو پر وړاندې د اسرائيلو کړنې وڅېړي 

اسوشېټېډ پرېس آژانس: د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يو فرمان له لارې د نړیوالې جنايي محکمې پر کارمندانو لګولی او دوی ته ويلي دي چې نه شي کولی په افغانستان کې په تېرو ۱۹ کالونو کې د امريکايي ځواکونو له خوا د افغانانو پر وړاندې جنګي او جنايي جنايتونه او منفي کړنې وڅېړي. 

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ پر نړیوالې جنايي محکمې يا The International Criminal Court د بندېزونو فرمان لاسليک کړ. د دغه فرمان اړوند به، افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او همدا ډول د اسرائيلو ځواکونو له خوا د فلسطينيانو پر وړاندې شوي تاوتریخوالی نه پلټل کيږي. فرمان کې دا امر هم شوی دی چې د نړیوالې جنايي محکمې کارمندان او د دوی کورنۍ به امريکا ته سفر نه شي کولی او امريکا کې شته شتمنۍ به يې کنګل شي. 

د ټرمپ له پرېکړې په ملاتړ د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو هم نړیواله جنايي محکمه حيواني محکمه بللې ده او د kangaroo court خطاب يې ورته کړی دی. پمپيو ويلي دي چې دغه محکمه د هغه امريکايي ځواکونو کړنې څېړي چې امريکا ته يې خپلواکي ګټلې ده. د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير ويلي دي، چې د  نړیوالې جنايي محکمې کارمندان امريکا ته په سفر کولو بند دي او نه شي کولی چې دوی او د دوی د کورنيو غړي د امريکا له هغه ازادۍ او خپلواکۍ خوند واخلي چې امريکايي سرتيرو ورته تر لاسه کړې ده. مايک پيميو خبرداری ورکړی دی چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او فلسطين کې د اسرائیلو ځواکونو د کړنو د پلټنې له امله به د  نړیوالې جنايي محکمې کارمندانو ته سزا ورکړي. پمپيو وایي چې  امريکايي ځواکونو ته سزا ورکول هېڅ درد نشي دوا کېدای.

 نړیواله جنايي محکمه د هالنډ په هاګ ښار کې موقعيت لري چې د نړۍ ۱۲۳ هېوادونه يې غړي دي. دغه محکمه په ۲۰۰۲ کال کې تاسېس شوې ده او په نړۍ کې د عام وژنو، جنګي جنايتونو، ولسي وګړو د وژنو او د تاوتريخوالي د نورو پېښو په اړه پلټنې کوي. د امريکا متحد ایالتو هېڅکله د دغه محکمې غړېتوب نه دی اخېستی. 

 نړیوالې جنايي محکمې هم د ټرمپ پرېکړې ته غبرګون ښوددلی دی او ویلي  دی چې د امريکا حکومت له خوا دا ډول پرېکړه د دوی په چارو کې ښکاره لاس وهنه ده. د هالنډ لومړي وزير هم د ټرمپ پرېکړې خواشېنی کړی دی او غوښتنه يې کړې ده چې د  نړیوالې جنايي محکمې پر غړو لګېدلي  بنديزونه دې بېرته واخېستل شي. په ورته وخت کې ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې هم د ټرمپ پرېکړې ته غبرګون او ورسره مخالفت ښوودلی دی.