تازه ۶۵۶ پېښې ثبت شوې، افغانستان کې په کرونا ویروس د ککړو شمېر ۲۳۵۴۶  تنو ته ورسېد 

روهي (جمعه/۲۳ د غبرګولي)، د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښیي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بيلا بېلو ولایتونو کې د کرونا ويروس ۶۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دې سره د ټولو ثبت شوې مثبتو پېښو شمېر ۲۳۵۴۶   ورسېد. 

د تېر په څېر د تازه پېښو ډېرې یې، چې ۳۲۶ پېښې کيږي پلازمېنه کابل کې ثبت شوې دي. غزني کې تازه ۷۳ او بلخ کې ۳۷ تاره پېښې ثبت شوې دي. په تېرې يوې شپې او ورځ کې کرونا ويروس ۲۰ کسان مړه کړي او ۴۴۶ کسان ترې رغېدلي دي. 

که څه هم کابل ښاريان روغتونونو کې د طبي اکسېجن د کمښت شکايت کوي خو عامې روغتيا وزارت وايي چې تېرې يوې شپې ورځې ۴۰۰ کسان درملنه شوي دي.