کابل  شېرشاه سوري جومات کې نننۍ چاودنې د دغه جومات د خطيب په شمول څلور لمونځ کوونکي وژلي 

روهي (جمعه/۲۳ د غبرګولي)، کابو يو ساعت وړاندې د کابل ښار څلورمې کارتې سيمه، شېرشاه سوري جومات کې ځای پر ځای شوي ماين چاودنه کړې چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي. کورنيو چارو وزارت د چاودنې پخلی کړی دی. 

نننۍ پېښه کې د شېرشاه سوري جامع جومات خطيب مولوي عزيز الله او درې نور لمونځ کوونکي وژل شوي او لس نور په کې ټپيان شوي دي. چاودنه د جمعې لمونځ پر مهال رامنځ ته شوې ده. تر اوسه د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی. 

له دې وړاندې د کابل ښار په وزير محمد اکبر خان سيمه، وزیر محمد اکبر خان جومات کې د چاودنې له امله د یاد جومات خطيب مولوي ایاز نيازی ووژل شو.