روهي (جمعه/۲۳ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ تازه فرمان ورکړی دی چې له مخي يې افغانستان کې د امريکايي خواکونو د جنګي جنايتونو د پلټنې او څېړنې چارې نه شي تر سره کېدلی.
د ولسمشر ټرمپ د فرمان پر اساس هاګ کې د نړیوالې جنايي محکمې یا ای سي سي پر کارمندانو بنديز لګول شوی دی چې دوی نه شي کولی افغانستان کې د امريکايي ځواکونو جنګي جنايتونه او جرمونه وڅېړي.
همدا ډول د نړیوالې جنايي محکمې یا ای سي سي کارمندان پر امريکا بند شوي دي او شتمنۍ به يې هم کنګل شي. نړیوالې جنايي محکمې یا ای سي سي د ټرمپ دغه پرېکړې ته غبرګون ښوودلی او ښکاره لاس وهنه يې بللې ده.
داسې ډېری پېښې شتون لري چې امريکايي ځواکونو افغانستان کې بې ګناه ولسي وګړي وژلي، غېر انساني کړنې يې تر سره کړې او جنګي جنايتونه يې تر سره کړې دي. د نړیوالې جنايي محکمې یا ای سي سي په شمول يو شمېر نورو ادارو افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د جنګي جنايتونو د پلټنې او مودنې برخه کې کار کوي.
وروستي