صديق صديقي: جنرال دوستم ته مارشالۍ رتبه ورکو؛ کومه ستونزه په کې نشته 

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د غبرګولي)، د ولسمشر وياند صديق صدیقي وایي چې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه د ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې یوه برخه ده. 

نوموړي  نن ورځ کابل کې خبريالانو ته ويلي دي چې حکومت د سیاسي هوکړه لیک د ټولو ټکو تطبیق ته ژمن دی. صديقي زياته کړې، "د مارشالۍ مسله د دغه هوکړه لیک یوه برخه ده، په اوس وخت کې کومه جدي ستونزه نشته".

له دې وړاندې ځیني سرچينو رسنيو ته ويلي وو چې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د تر مخالفت رامنځ ته شوی دی. 

ولسمشر غني غواړي چې جنرال دوستم ته افتخاري مارشالي ورکړي، خو عبدالله عبدالله او په خپله جنرال دوستم د افتخاري کلمې سره مخالقت ښيي.