ډار یا ویره څه ته؟ ډولونه  او پرې برلاسي کېدل

ډار يا ترس، ډاډمن نه اوسېدل او په خپل ځان د باور کمښت ته ويل کېږي. دا چې زرګونه خلک ولې د لويو موخو په  ټاکلو او رسېدلو کې ناکام دي؟ دا څرخي د هغوى په ډار او ډاډمن نه اوسېدل په خپل ځان باندې؛ ځکه چې په خپلو غښتلتياوو خبر ندي او د پايلو نه يې ډاريږي.

او همدارنګه د ډار مختلف ډولونه يې د مونږ د پرمختګ مخه نيولی شي.

 د ډار ډولونه په لاندې توګه بيانولاى شو:
ـ د خپلې طبېعي څېرې نه شرمېدل: ځېنيې داسې کسان شته چې له خپل ظاهرنه، د وجود تناسب، د ويښتانو ډول، ونه، رنګ او داسې نور اړخونو نه شرمېږي او ځان ځوروي. آيا پوهېږئ؟ کله چې الله تعالى تاسو خلق کولاى څه يې وفرمايل؟ الله تعالى وفرمايل: دا زما بهترين خلقت دى.

کله چې تاسو ټول بهترين خلقت د الله په وړاندې ياست، او اړين هم د الله قضاوت دى، نو تاسو ولې د ځان لپاره د کمښت قضاوت کوئ؟ هېندارې ته ودرېږى، ځان ته دقيق شى، په خپل خالق او ځان وياړ وکړى!

د دې تر څنګ ځانته رسېدنه وکړى، ظاهري پاکوالۍ حفظ کړى، کالي مو اوتو کړى، او ځانته ارزښت ورکړى. انشاء الله نا مناسب سوچونه مو لېري کېږي.

ډار د مشتريانو لاسه ورکولو لپاره: خپل غوره او بهترين وړانديزونه وکاروى، خپل د ضعف ټکي لېرې کړى او ورځ په ورځ نوښت لپاره کار وکړى. دا ډار به مو لېرې شي.

ډار د بې لارې کېدو نه: د دې په ځاى چې بې ځايه سوچونه وکړى، مطالعه وکړى، مثبت او پاکوالي په لور سوچ وکړى. هر لوري ته چې پام کوى هماغه کو برخلېک کېږي.

ډار د شته شيانو د لاسه ورکولو لپاره: الله تعالى ژوند ته يو خاص نظم او نرتيب ورکړى، هر څه چې لرو او يا هم د لاسه ورکوو، هغه په خپل وار سره کېږي. کونږ يې د کنټرول توان نلرو، يوازې کولاى شو د راکړل شويو څېزونو نه سمه ګټه واخلو.

ډار د نورو خلکو سوچونه  د ځان په اړه: د ملا نصرالدين داستان يو مشهور داستان دى د دې موضوع لپاره، چې خلک په مثبت او منفي دواړو لپاره خپلې خبرې لري. هېڅ يو کاميب انسان بې له تېروتنو ندى رسېدلى. نو تېروتنه کول عامه خبر ده، نه زمونږ ستونزه.

د خلکو خبرې يوازې د خبرو په حد کې دي، عمل او کړنې ستاسو لاس کې دي. په خپل ژوند او کړنو تمرکز وکړئ.

ډار مونږ خلق کړى، شتون نه لرې! ډار ته نه ووايئ! او خپل هر ډول موخو ته ښه راغلاست وکړئ، تمرکز په عمل وکړئ.