پاکستانی لوبغاړی  بابر اعظم: اوږده لار پاتې ده چې زه د (ویرات کوهلي) ځای ته رسېږم 

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د غبرګولي)، بابر اعظم د پاکستان کرېکټ لوبغاړی دی. نوموړی توپ اچونکی دی او مينوال يې ډېری وخت دی د هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې کپتان ويرات کوهلي سره پر تله کوي. 

بابر اعظم وايي چې دی هم له دې خبر دی چې مينوال يې د هندوستان کرکېټ کپټان ويرات هوکلي سره پرتله کوي، خو اعظم وايي چې ويرات کوهلي د کرېکټ په نړۍ کې ښه وړاندې تګ کړی دی او دا چې دی د نوموړي ځای ته رسيږي، وخت به واخلي. 

بابراعظم ويلي، "ویرات هوکلي يو د ترټولو غوره لوبغاړو څخه یو دی، زه تر اوسه د هغې شاته يم او د نوموړي ځای ته نه يم رسېدلی. زه هڅې کوم چې  د ویرات کوهلي په ډول شم او خپل هېواد ته لوبې وګټم." 

بابر اعظم وايي چې نه يوازې زه او ويرات کوهلي ځينې ګډې ځانګړنې لرو، بلکې ځينو برخو کې اسيايي لوبغاړي سره ورته دي، خو زه نه غواړم چې له مخکښو لوبغاړو سره ځان پرتله کړم. 

دغه پاکستانی لوبغاړی ۲۵ کلن دی وایي چې تر اوسه د خپلو په اړه قانع نه دی او هڅې کوي چې ډېر ښه ولوبيږي.