که تل په دې آند و اوسۍ چې دنده پیدا کول، پوهنتون ته بریالیتوب، پیسې ګټل، ښه معاش(عاید) او بلاآخره ښه ژوند د واسطې پر بنسټ ولاړ دي،تر پایه به دښې دندې او ژوند څښتن نشۍ!
زموږ د ناکامۍ او بې کارۍ لمړی عامل پر دولتي دندو او د واسطې په وسیله په وظیفې موندلو پسې سرګرداني ده.
نن سبا ټول لګیا دي او له واسطه بازۍ سرټکوي خو کله مو فکر کړی واسطه څه ته وایي؟ ایا کله مو فکر کړی چې تر واسطې ور هاخوا د دندې پیدا کېدو نورې لارې ( خصوصي سکتور، دکانداري، خصوصي شرکت، ښونځی،فارم، دځمکو پلورلو کاروبار، سبزي پلورل اونور...) هم شته.
ایا له ځانه پوښتلي چې تاسې چې د کومې دندې غوښتونکي یاست، ظرفیت یې لرئ؟! که یې لرئ! نو بیا څه ته په تمه یاست؟! مهرباني وکړۍ د تجربې پیداکولو لپاره پر ځان سخته ومنئ او یوڅه وخت له کومې دولتي یا شخصي ادارې سره وړیاکار وکړئ!
که له ما پوښتنه کوئ چې ما دنده څنګه واخیسته؟
ځواب دا دی چې د ښونځي له نهم ټولګي مې وړیا کار کړی، د پوهنتون په دوهم سمستر کې مې دنده پیدا کړه او پوره ۶ کاله مې په ۶ زره افغانۍ کار وکړ ویې منئ! کنه له ملګرو مې وپوښتئ!
ډاډ درکووم چې که د هغې ادارې مشران ستاسې ظرفیت درک کړي نو تر نورو به تاسې ته د استخدام لمړیتوب درکړي. که دا خبره درته ناسمه ښکاري دا چاره مو څو ځله ازمایلې؟! خو دا ناممکنه ده چې تر پوهنتون فارغېدو وروسته دې تاسې ته یو دم د لوړ معاش والا دنده پيدا شي او یا دې دنده ستاسې کور ته درشي.
دا نړۍ دومره کوچنۍ نه ده چې تاسې یې ددولتي وظیفې په اته زره معاش قرباني کړئ!
ـ که فکر کوئ، دولتي دندې د ژوند یوازینۍ لار ده نو د یو دولتي مامور( له لوړ رتبه پرته) چې میلیونر شوی وي نوم یې راته واخلئ! له یو دولتي مامور وپوښتئ چې په کور کې څومره خزانه لري؟! باور لرم درته وبه خاندي او د کور کرایې له باقي دارۍ به درته سر وټکوي. خو بیا هم له تاسې( بې دندې) والاوو ښه دي، ځکه ورځنی نیمکله ژوند پر مخ بیولی شي.
ـ که فکر کوئ ټول خلک په واسطه بریالي شوي! او تاسې یې نه لرئ، نو ولې ورته په تمه یاست؟! ولې شخصي کار ته بډې نه وهئ؟!
ـ په خپل شاوخوا کې وګورئ هغوی چې له پوهنتون څخه په ښه درجه فارغ دي څو سلنه یې بې کاره دي؟!
ډاډه یم ځواب به مو ۲ یادرې سلنه وي. نو که تاسې هم په دې درجه بریالي فارغ شوي یاست ولې بې دندې یاست؟! تاسې په تمه یاست چې دنده به کور ته در شي؟! ځواب یې د تل لپاره نه دی.
حل لار څه ده؟
څنګه دنده پیدا کړو؟!
۱: تر پوهنتون فراغت وروسته، هڅه وکړئ په اړوند برخه کې له وړ کسانوسره مشوره وکړئ او سپارښتنې یې عملي کړئ.
۲: خپل ظرفیت له معیار سره برابر لوړ کړئ!
۳: کوښښ وکړئ، د ماموریت په معاش پسې ډېر سرګردانه نه شئ،( د امکان په صورت کې شخصي کار وکړئ! بېلګه: که له ادبیاتو، ژورنالیزم، کمپيوټر ساینس، طب، ښونې او روزنې او نورو فارغ یاست کوښښ وکړئ، ترڅنګ یې د عربي، انګلیسي او نورو ژبو ترڅنګ کمپیوټري پرګرامونو چې په ورځیني ډول خلک ورته ډېره اړتیا لري زده کړئ، ځکه دا د وخت غوښتنه ده او په ډېری ادارو کې ورته اړتیا ده. ادیبان او ژورنالستان دې سره ټول شي او په ګډه دې ورځ پاڼې او مهالنۍ جوړې او ګټور ( د خلکو او بنسټونو اړتیا ته په کتو) دې په کې چاپ کړي!. ډاډه یم لمړئ ګڼه یې په چنده هم چاپ کېدای شي کنه سوداګر خو د ځان شهرت لپاره آند د شل ګڼو چاپ ته چمتو دي خو طبیعي ده چې دهغوی اعلانات به پکې چاپوئ؟! یادونه دا ده چې دکاروبار بریالیتوب ستاسو د مطالبتو په کیفیت، بې پرې توب، اغیزمنتیا او کره توب پورې اړه لري.
۴: د دندې او هرې موخې لپاره ټینګ هوډ هرڅه بدلولای شي، ستاسې اراده نیمه بریا حسابیږي.
وروستئ خبره دا ده چې خپلې بې کارئ ته بهانې مه لټوئ، ستاسې ظرفیت ستاسې تر ټولو ښه واسطه ده.
او که بیا بیخي پر واسطې باوري یاست نو د حضرت محمد(ص) هغه کیسه ولولئ چې یو صحابي(رض) ته یې د هغه د کور د وسایلو د خرڅلاو او په ځنګل کې د لرګیو وهلو سپارښتنه یې ورته وکړه. زه ځکه دا کیسه نه را اخلم چې بیا د لټۍ کچه ۱۰۰ ته پورته کیږي.
وروستي