مونږ (د هېواد سياسي مشرانو) له زلمي خليلزاد سره وکتل 

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د غبرګولي)، د افغان خبرو پر پيل، نااعلان شوي اوربند، اورکم، د بنديانو خلاصون او په لويه کې پر افغان سولې تېره ورځ زلمي خليلزاد له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامدکرزي او د جوړجاړي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره لېدنه کړې ده. 

ډاکتر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي، "د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره د هېواد د سیاسي رهبرانو ګډه لیدنه:

د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره مې په ګډه د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې ولیدل.

پدې لیدنه کې ښاغلي خلیلزاد سیمې ته د خپل وروستي سفر په تړاو معلومات ورکړل او هیله یې وښوده، چې برابر شوی فرصت به افغانستان کې دایمي سولې ته د رسېدو زمینه برابره کړي.

د هېواد سیاسي رهبرانو د افغان سولې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو له هڅو هرکلی او ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، د افغانستان اسلامي جمهوریت طالبانو سره د سولې خبرو، بین الافغاني مذاکراتو د پیل او افغانستان کې د دایمي سولې د راوستلو لپاره چمتو دی."

زلمي خليزاد له ولسمشر غني او نور افغان چارواکو سره له لېدنې وړاندې دوح کې له طالب مشرانو  او اسلام  اباد کې له پاکستان چارواکو سره لېدنې - کتنې کړې وې.