تازه ۷۴۸ پېښې ثبت شوې؛ افغانستان کې د کرونا ثبت شوې پېښې ۲۳ زرو ته نېږدې شوې 

روهي (پنځه نۍ/۲۲  د غبرګولي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۴۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۲,۸۹۰  ته ورسېد. 

له تازه پېښو تر ټولو ډېرې (۳۱۱) پلارمېنه کابل او ورپسې ۱۸۱ پېښې په لوېدځ هرات ولايت کې ثبت شوي دي. کندهار، ننګرهار او پکتيا په درېيم، څلورم او پنځم مقامونو کې دي. 

د عامې روغتيا وزارت مالومات ښيي چې تېره يوه شپه او ورځ کې ۲۱ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي او د ټولو مړو شمېر ۴۲۶ ته ورسېد.