د امريکا کانګرس غړي: روسيه دې له ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو په نوملړ کې واچول شي 

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو په کانګرس کې يو شمېر جمهوريت غوښتونکو استازو د متحدو ايالتو له حکومت غوښتي دي چې پر روسې دې بندېزونه زيات کړي او ياد هېواد دې د هغه هېوادونو په نوملړ کې واچوي، چې له ترهګرو ډولو ملاتړ کوي. 

د جمهوريت غوښتونکو استازو دغه ډلې (د امريکا غښتلتيا او د نړيوالو ګواښونو پر وړاندې مبارزه) په نوم يو غوښتنليک کې د امريکا له حکومت غوښتي دي چې پر روسيې، چين او ايران بندېزونه ډېر کړي. 

دغه طرحه کې ۱۳۰ حل لارې وړاندې شوې دي چې د امريکا متحد ايالت به يې له لارې هغه هېوادونو سره چې د امريکا ګټو ته وي پر وړاندې يې له وړاندې تياری ولري. 

دغه طرحه کې دا هم ويل شوي دي، چې د متحدو ايالتو حکومت بايد په مستقيم ډول د روسيې له خلکو سره په اړيکه کې شي، دوی د بشري حقونو او ديموکراسۍ لپاره زمېنه برابره کړي.