روهي (پنځه نۍ/۲۲ د غبرګولي)، د ماليې نوماند وزير عبدالهادي ارغنديوال وايي چې افغان حکومت درې سوه مېلېونه امريکايي ډالر ځانګړي کړي دي ترڅو د کرونا ويروس له امله ځپل شوي او اړو کسانو سره مالي مرسته وکړي.
ارغنديوال وايي چې افغان حکومت له يو شمېر نړيوالو سازمانانو سره خبرې او هوکړې کړې دي چې درې سوه مېلېونه امريکايي د خوراکي توکو او نغدو پيسو په ډول په اړو کسان ووېشي.
د ماليې نوماند وزير وايي چې د نړيوال بانک په څېر له يو شمېر نورو نړيوالو ادارو سره يې خبرې کړې دي او ژر به د هغه کسانو مرسته وشي چې د کرونا ويروس پر مهال په اقتصادي ډول ځپل شوي دي.
افغان حکومت د روژې په مبارکې مياشت کې هم پر هغه کورنيو چې اړې وې وچه ډوډۍ ووېشله.
وروستي