کرونا څه ده؟ دهغې نښې، جوړښت، او مخنيوي لارې يې

کرونا وايرس علمي نوم((corona viruses ده چې د ويروسونو لويه کورنۍ ده، د(کرونا ويريډ) نوم لاندې، چې د عادي زکام(والګې) نه پيل او تر(کووېډ19) پورې پکې شامل دي.corona) viruses  ) په"1965" کې لاسته راغلل او د هغې څېړنې تر"1980" پورې دوام درلود. چې دا وايرس په طبيعي ډول سره تي لرونکو، او مرغانو کې پيدا کېږي. لدې سره، سره تر اوسه"7" ډوله انساني کرونا پېژندل شوي دي، چې وروستۍ يو يې د ډسامبر په"2019" کال کې د چين په(ووهان) ښار کې د انسانانو منځ کې خپور شو.

هغه کرونا وايرس چې د انسانانو منځ کې خپور دى: انساني کرونا وايرس د(corona ) يا هم د يوناني (kopwvn) کلمې څخه اخېستل شوى دى، چې د"تاج" په مانا ده. که چېرې دا وايرس د(E.microscope) لاندې وګورو نو هغه به غاښ لرونکي شاوخوا په څېر ښکاره شي، او يا هم د يو شاهې تاج په څېر، له همدې وجهې هغې ته" تاجداروايرس" هم ويل کېږي.

کرونا وايرس جوړښت د" کرونا ويريډ" اغېز لاندې دى، چې د دوى په جوړښت کې هم يو ساده RNA   رول لري. د دې وايرس هستوي جوړښت د دوو طبقو څخه جوړ شوى دى، چې ننۍ هسته يې جېنټکي مواد، او بهرنۍ برخه يې پروټيني تاجونو څخه جوړ شوى دى.

د کرونا وايرس منتقل کېدل ډېرى په هغو خلکو کې دى، چې په نورو نارغيو اخته وي، او هغه ماشومانو کې چې د زړه ناروغې لرې. سره لدې چې انساني کرونا وايرس وروسته له راينو وايرس څخه لويه ترينه ډله ده، چې د زکام لامل ګرځي، او انساني کرونا وايرس په تنفسي سيستم، معده، کولمو باندې حمله کوي، چې دا وايرس په انسانانو او حيواناتو باندې اغېز لري، خو راينو وايرس په ورو ډول سره وده کوي؛ اوس چې کرونا وايرس له ګومې ډلې څخه دى؟ انساني! که راينو وايرس! د دې تشخيص ستونزمن کار دى.

د کرونا وايرس نښې او نښانې، د کرونا وايرس نښې او نښانې د کرونا وايرس په ډول پورې اړه لري، چې انساني کرونا د تنفسي سيستم عفونت په مشرانو او کشرانو کې منځته راوړي. خو ځينې نور يې لکه: سارس، مرس، کوويډ19 کېداى شي د ډېرو خرابو نښو سبب هم شي. د مرس کرونا وايرس نه يوازې تنفسي سيستم بلکه نور غړي هم متأثره کړي، لکه: بډوډي، ځيګر او پرمختللې بڼه کې کېداى شي اسهال يا ناست ناستۍ، د وينې انعقادي ګډوډۍ، او د بډوډو ګډوډۍ منځته راشي.دغه نښې کولاى شي ناروغ هموديالېز ته اړمند کړي. نورې نښې لکه: ټوخۍ، عادي والګۍ، تبه، ساه لنډي او داسې نورې دي.

د دې وايرس د لېږد بڼه وايرس په ډول پورې اړه لري، چې دا بېلابېلې بڼې لري، ځينې وخت د آنفلونزا په ډول د يو شخص څخه بل شخص ته، د ټوخي او پرنجي لارې لېږدول کېږي. د دې ناروغۍ لېږد په آزاده هوا کې دومره ندى، بل ډېرى په هغو ځايونو کې وي، چې ساحه محدوده او د ډېر وخت لپاره هلته پاتې شي. او لا تر اوسه معلومه نده چې دا وايرس دې لومړي ځل لپاره د حيواناتو نه انسانانو ته، او يا که د چټلو سطحو څخه انسانانو ته لېږدول شوى دى.

هغه کړنې چې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره دي: د لاسونو پرېمنځل په صابون يا ضد عفوني، د خپل سرې آنټي بيوټېک له استفادې څخه ډډه کول، د پرنجي او ټوخي وخت کې د دستمال څخه کار اخېستل، او د شخصي حفظ الصحې ساتنه ده.