امريکا پاکستان ته ۲۱ مېلېونه امريکايي ډالر ورکوي 

روهي (څلورنۍ/۲۱ د غبرګولي)، د متحدو ايالتو لپاره د پاکستان ځانګړي استازی اسد خان وايي چې د امريکا متحد ايالت پاکستان سره ۲۱ مېلېونه امريکايي ډالر مرسته کوي. د نوموړي په وينا چې دغه مرسته به هغه کسانو ته ورسيږي چې د کرونا ويروس له امله په اقتصادي ډول ځپل شوي  دي. 

اسد خان ويلي دي چې پاکستان د هغه لسو هېوادونو په ډله کې دی، چې امريکا ور سره د اقتصادي مرستو ژمنه کړې ده ترڅو د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه کې بريالی شي. 

د امريکا لپاره د پاکستان استازي ويلي دي چې  کرونا ويروس د پاکستان اقتصاد باندې بد اغېز کړی او په دې برخه کې حکومت اړينې ګامونه پورته کړي دي او خو بيا بهرنيو مرستو ته اړتيا ده. 

پاکستان کې نن ورځ د کرونا ويروس له ۵زره ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر يو لک او ۱۳ زره کسانو ته ورسېد.