محقق: څه ډول مې چې د روسانو او طالبانو پر وړاندې مبارزه کړې او مات کړې مې دي؛ همداسې به کرونا هم ماته کړم

روهي څلورنۍ/۲۱ د غبرګولي)، د اجرائيه رياست پخواني دويم مرستيال محمد محقق وايي چې د کورنۍ د درېيو غړو په شمول يې د کرونا ويروس معاينه مثبته شوې ده. محمد محقق، د هغې زوی محمد علي محقق، د محقق ميرمن راضيه  او د محقق ترور تاجور په کرونا ويروس ککړ شوي  دي. 

محمد محقق وايي چې څه ډول يې د شوريانو پر وړاندې، بيا د مقاومت پر وخت د طالبانو پر وړاندې او اوس مهال د بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزه کړې او کوي يې، همدا ډول به د کرونا ويروس پر وړاندې هم مبارزه وکړي او کرونا ويروس به مات کړي. 

نوموړي ويلي دي چې دی او د کورنۍ غړي يې په کرونا ويروس ککړ شوي دي او هر هغه څوګ چې په دغه ويروس ککړ وي او له خلکو يې پټوي، بې غېرته دي. 

له نوموړي وړاندې په پېژندل شويو څېرو کې د هېواد عامې روغتيا پخوانی وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز او د احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود په کرونا ويروس ککړ شوي وو.