پاکستان بيا رېکارډ خپل کړ؛ يوه ورځ کې له ۵زره ډېرې مثبتې پېښې 

روهي (څلورنۍ/۲۱ د غبرګولي)، له هغې ورځې را وروسته چې پاکستان ته کرونا ويروس خپور شوی دی، په دغه هېواد کې يوه شپه او ورځ کې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د کرونا ويروس له پيل بيا تر نن له پنځه زره ډېرې پېښې بې سارې دي. 

کرونا ويروس تر اوسه پاکستان کې له يو لک او ۱۳ زره ډېر کسان نېولي دي او د ۲۲۵۵ کسانو ژوند يې اخېستی دی. پاکستان تر اوسه د کرونا ويروس په کنټرول نه دی توانېدلی. 

بيا له بلې خوا افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو د نن ورځې پورې  شمېرې ۲۲,۱۴۳  ته ورسېدې، ۴۰۵ مړه او ۲۶۵۱ رغېدلي دي.