يوه شپه - ورځ کې ۶۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوې او ټولې پېښې ور سره ۲۲,۱۴۳ پورته شوې 

روهي (درې نۍ/۲۱ د غبرګولي)، د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې شمېرې ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۶۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دې سره هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۲,۱۴۳ ته ورسېد. 

تازه پېښې، کابل (۳۹۳)، هرات (۱۴۲)، کندهار (۱۳)، ننګرهار (۹۵)، بادغیس (۶)، نیمروز (۲۵)، پروان (۳)، کندز (۸)، فراه (۱۲)، کونړ (۱۸)، زابل (۴)، بدخشان (۴) او ارزګان کې (۷) ثبت شوې دي. 

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ۲۱ کسان مړه شوي او ۳۲۴ رغېدلي دي. د ټولو مړو شمېر ۴۰۵ او د رغېدلو شمېر دوه زره او ۶۵۱ ته ورسېد. 

روغتيا وزارت بيا ځلې په تکرار غوښتنه کړې ده، چې خلک بايد طبي لارښوونې پلي کړي، کورونو کې پاتې شي او د ګرځېدو پر وخت ماسک وکاروي او له ګڼې - ګوڼې لېرې وسي.