ملګری څوګ دی؟

ملګرتيا يوه دوه اړخيزه اړيکه ده. د دې لپاره چې يو ښه ملګری ولرئ، بايد په لومړي سر کې يو ښه ملګری واوسئ. که ډېر وخت يو بل نه وينئ ، خو د څو شېبو لپاره هم د ليدو چانس د لاسه مه ورکوئ.

د ښه ملګري درلودل نور څه ګټه لري؟
د ښه ملګري درلودل يو له لويو الهی نعمتونو څخه دی. په حديث کې راځي« چې ښه دوست کولی شي ورور نه هم نږدې وي.

 ښه ملګري سره پاتې شئ د هغوی برياوې تشويق کړئ، په خوښيو کې ورسره شريک شئ او د ستونزو په وخت کې د مرستې لاس ور ورکړئ. کله کېدای شي د ملګري په څنګ کې اوسېدل او يا يوه نېکه خبره کول هم ټولې اړتياوې يې پوره کړي. هر کله مو چې وخت پيدا کړ د تفريح او خوښيو لپاره يو بل سره يوځای واوسئ دغه وخت او انرژي په اړيکه او ستاسې په روحي او بدني سلامتيا کې ذخيره شوې ده.

آيا ډېر ملګري نه لرئ او نويو ملګرو ته ضرورت لرئ؟
په يو ورزشي سټيوديم کې په داخلېدلو ، د ټولنيزو رسنيو له لارې، په یو کتابتون کې یو ځای مطآلعه او داسې نورو لارو څخه ملګري یو څوک کولای شي ومومي. کله چې هغو کسانو سره چې تاسې سره شريکې غوښتنې لري اړيکه ټينګوئ، په یو ډول  هغوی سره صميمي کیږئ. بېغمه واوسئ کومه اړيکه چې تاسې غواړی انتخاب کړئ او ويې پالئ، ستاسې د رشد لامل کيږي.

که ستاسې ملګری داسې څوک دی، چې ډېری وخت شکايت او نيوکه کوي او تاسې له يو بد حالت سره مخ کوي او يا هغه کس چې ستاسې هڅې د ځان د اصلاح لپاره تخريبوي، اوس يې وخت دی چې ترې لاس واخلئ او د يو بل کس په لټه کې شئ، د يو مثبت ليدلوری والا کس.

نورو سره اړيکه تاسې مهربانه کوي، ملګرتيا تاسې ته د يوځايوالي او دوستۍ ښه احساس درکوي. 
د يو ښه ملګري درلودل کولی شي تاسې سره مرسته وکړي، چې يوه لويه ستونزه کوچنی شي، همارنګه د ژور خپګان له خطر نه هم بچ ياست. 

ملګري ستاسې په اوسنئ ژوند کې هم ژور اغيز لري او هم په راتلونکي کې مرسته کوي. د دوستۍ اړيکي موږ سره مرسته کوي چې اوږد ژوند ولرو، کېدای شي لامل يې دا وي چې هغوی زموږ په ورځيني چارو کې اغيز لري.

ملګري کولی شي موږ سره د سېګرت په پرېښودلو، ښه خوراک کولو او يواځيتوب نه په ژغورلو کې مرسته وکړي.