د ایران ضد تظاهراتو ثابته کړه چې افغانان یو موټی دي

وروسته له هغې چې د ایران زاهدان کې یو موټر چې افغانان پکې سپاره و، د ایراني پولیسو له لوري په ډزو وویشتل شو او اور واخیست، خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپورته شول.

په دې پېښه کې درې افغانان سوځیدلي او دوه نور ژغورل شوي دي، خو ځینې راپورونه وایي چې افغانان پکې زیات سپاره او نور نادرکه دي.

په سمدستي ډول ایران کې افغان سفارت څېړنې پيل کړي چې د پېښې څرنګوالی مالوم کړي، خو هغه څه چې روښانه دي، دا دي چې ایراني ځواکونو برید کړی او منلی یې ده چې پر موټر یې ډزې کړي.

د یکشنبې په ورځ سهار هلمند کې مدنی فعالانو پراخ لاریون وکړ او په افغانستان کې یې د ایران د سفارت او کونسلګریو د بندیدو غوښتنه وکړه.

مدني فعالان چې د ایران په ظلم غوصه و، د دواړو پېښو د جدي پلټنو غوښتنه کړې او عاملینو ته یې د سزا ورکولو وړاندیز کړی.

بله پېښه تر دې یوه میاشت وړاندې وه چې ایراني ځواکونو ۴۶ افغانان د هریرود سیند ته وغورځول چې د ۱۹ هغو جسدونه وموندل شول او نور نادرکه شول.

دواړه پېښې د ایراني ځواکونو له لوري رامنځ ته شوي، چې په ښکاره بشري سرغړونې حسابیږي، تراوسه د هغه پېښې پلټنې نه وې بشپړې شوې چې بله داسې پېښه وشوه چې انسانیت پرې شرمیږي.

ایراني ځواکونه په وحشت کې د موره یو دي، افغانستان کې د لاسوهنو تر څنګ په سوریه او عراق کې هم د ځینو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او بیلابیل د وحشت نوي ډولونه ترسره کوي.

دغه راز په کابل کې هم مدني فعالانو د ایران سفارت مخې ته لاریون وکړ، د ایران سفارت ته یې کاڼي ورګوزار کړل او د سفارت دروازه باندې یې د وینو رنګ وپاشه.

د کابل مدني فعالانو او معترضینو، ایران د داعش او طالبانو ورور هېواد یاد کړی چې د دواړو ډلو ملاتړ کوي او په افغانستان کې یې د خپلو ګټو لپاره جنګوي.

د دې سربیره خواله رسنیو کې (لږ اوبه راکړئ، وسوځیدم) تر هشټګ لاندې له لس زره زیاتو کسانو په دې پېښه غبرګون ښودلی او د ایران وحشت او ظلم په کې غندل شوی دی.

افغان حکومت هم دا قضیه جدي تعقیبوي او له هغې قضیې سره یو ځای به ایران سره د ديپلوماتیکو لارو کار وکړي چې د ایراني ځواکونو لاس پکې دی.

دا په خپل ډول کې لومړی ځل دی، خو له افغانانو سره د ایراني ځواکونو چلند ډيرې داسې پېښې شته چې د دوی وحشت پکې څرګندیږي.

ایران په هغه هېواد کې افغان کاریګر په ډول ډول زوروي، شکنجه کوي او په ژوند کې یې تنګوي.

دغه راز ښکاره اسناد شته چې ایران په هغه خاوره کې د افغانانو له مجبوریت ګټه اخلي او سوریه کې یې د فاطمیون د لښکرو په چوکاټ کې له نورو ډلو او حکومتونه سره جنګوي.

ایران به یوه ورځ د دې ټولو پېښو حساب ورکوي، که افغانان له داخلي دښمن خلاص شول، نو لیرې نه ده چې د دې ټولو حساب به ورکړي.