روغتيايي مسوولين: د حکيم الکوزي درملو د یو کس ژوند واخېست

روهي (درې نۍ/۲۱ د غبرګولي)، هرات کې يو شمېر سيمه ييز روغتيا پالان وايي چې په کرونا ويروس یو ککړ کس چې ویل کيږي د حکيم الکوزي له درملو يې استعفاد کړې وه ومړ. د هرات د عامې روغتيا مرستيال آصف کبیر وايي چې په دې اړه پلټنې کيږي. 

له تېرو درېیو ورځو هرات ولايت کې د حیکم الکوزي د درملو هټۍ پرانېستل شوې ده، چې هره ورځ سلګونه کسان د درملو اخېستو لپاره ورځي. 

حکيم الکوزی چې د کرونا ويروس د واکسين او درملو د جوړولو ادعا کوي، عامې روغتيا وزارت وايي چې درملو کې يې مورفین، تريیاک او نور شه یی توکي استعمال کړي.