جاويد فيصل: درې زره طالب بنديانو مو خوشي کړي او حکومت د افغانانو ترمنځ خبرو پيل ته چمتو دی 

روهي (درې نۍ/۲۱ د غبرګولي)، د هېواد د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل وايي چې افغان حکومت د سولې خبرو د پيل په پار مهم ګامونه پورته کړي دي، چې درې زره طالب بنديانو خوشي کېدل يې نمونه ده. 

فیصل ویلي دی چې افعان حکومت د سولې بين الافغاني خبرو لپاره بشپړ چمتوالی لري. د نوموړي په وينا چې افغان حکومت تر اوسه درې زره طالب بنديان د شه نيت او باور جوړونې په موخه خوشي کړې دي، چې دا بهير به ادامه ولري.

د طالبانو له خوا د افغان حکومت د بنديانو په اړه فیصل ويلي دي چې طالبانو تر اوسه يوازې د حکومت ۲۷۷ بنديان ازاد کړي دي، و طالبان بيا دا شمېرې ۴۵۰ يادوي. 

د یادونې ده چې د افغان روغې جوړې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له جنرال سکاټ مېلر سره یو ځای دوحه کې هم له طالب استازو د بین الافغاني خبرو پر پيل خبرې کړي وې.