تاجکستان په لومړي ځل د کرېکټ سوداګريز ليګ پېلوي؛ خو ډېره تکيا او تمه له افغان کرېکټ لوبغاړو لري 

روهي (درې نۍ/۲۰ د غبرګولي)، د افغانستان په ګاونډ تاجکستان کې تر اوسه کرېکټ کې ډېره وده نه ده کړې. دغه هېواد غواړي چې يو تجارتي ليګ پيل کړي. تاجکستان د افغانستان له تجربو ګټه اخلي او غواړي چې د افغانانو پر مټ دغه ليګ وړاندې يوسي. 

اوس مهال د تاجکستان د کرکټ جنرال سکرتر د افغانستان د کرکټ د ملي‌ لوبډلې پخوانی لوبغاړی اسدالله خان دی. نوموړي له امريکا غږ سره په خبرو کې ويلي دي. 

"په تاجکستان کې له څو کلونو راهېسې کرکټ پیل شوی دی. موږ هڅه کوو چې په دغه لیګ کې ډېر بهرني ‌لوبغاړي ولوبیږي چې کرکټ لا مشهور شي. ډېره هڅه به کوو چې د افغانستان څخه ډېرو لوبغاړو او په خاص ډول ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي. افغانستان او تاجکستان ګاونډیان دي، افغانستان په کرکټ کې قوي لوبډله لري او له تاجکستان سره ډېره مرسته کولی شي."

نوموړي امريکا غږ ته وړاندې زياته کړې ده، "زموږ یو هدف دا دی چې د افغانستان لوبغاړو، لوبڅارانو او امپایرانو ته د مسلکي‌ روزنې او تجربې د ترلاسه کولو تر څنګ، ځینې اقتصادي ګټه هم ورسیږي. افغانستان په کرکټ‌کې ښه دی او باید د تاجکستان لاس ونیسي."

تر اوسه د تاجکستان تجارتي ليګ د کرېکټ له نړيوالې شورا سره ثبت نه دی او ياد هېواد هڅه کوي چې د کرېکټ لوبو له لارې د کرېکټ نړيوالې شورا سره ثبت شي.