
روهي (درې نۍ/۲۰ د غبرګولي)، د کابل ولايت په يو شمېر روغتونونو کې ناروغان او ناروغ لرونکي د اکسيجن د کمښت شکايت کوي. عامې روغتيا وزارت هم د اکسيجن کمښت مني.
عامې روغتيا وزارت هم مني چې په دې وروستيو ورځو کې چې په هېواد کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې ډېرې شوې دي، د مصنوعي اکېسجن کمښت هم رامنځ ته شوی دی.
ناروغ لرونکي وايي چې خپلوان او د کورنۍ غړي يې په کرونا ويروس ککړ وو، روغتون کې د مصنوعي اکسېجن د نشتون له امله يې ساه ورکړه.
تر تېرې ورځې افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر له ۲۰زره واوښت چې تر ټولو ډېرې يې په پلازمېنه کابل کې دي.