پاکستاني ځواکونه د کونړ ولايت  د خاص کونړ او سرکاڼو ولسواليو ځيني کليو کې پوستې جوړوي

روهي (درې نۍ/۲۰ د غبرګولي)، د کونړ د سرحدي ولسواليو اوسېدونکي وايي چې پاکستاني ځواکونه د ډيورنډ کرښې دې خوا افغان خاورې ته را تېر شوي دي او امنيتي پوستې جوړوي. د پاکستاني ځواکونو وړاندې تګ راتګ په خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالۍ کې ډېر شوی. 

د خاص کونړ او سرکاڼو اوسېدونکو رسنيو ته ويلي دي چې پاکستاني ځواکونو د اغزن تار په وسيله د يادو دوه ولسواليو ځيني کلي جدا کړي او د پاکستان خاوره يې حسابوي. 

د کونړ د ولايتي شورا غړي هم د پاکستاني ځواکونو وړاندې تګ تائيدوي. د ولايتي شورا غړي محمد دين صافي رسنيو ته ويلي دي چې پاکستاني ځواکونه په دې بهانې چې مونږ، افغان ځواکونه او امريکايان کډه قومنداني جوړو، افغان خاورې ته را تېر شوي دي. 

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني ځواکونه د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پارونکي عملونه کوي، بلکې وړاندې يې هم داسې چارې تر سره کړې وې چې د افغان حکومت او ولسي غبرګونونو سره مخ شوي وو.