ژوندی او پايله لرونکی ټولنيز بدلون څنګه رامنځ ته کړو؟

‎ما لاپه زانګو کې په ددوو ایمان راوړی وو
‎یوه د وطن مینه بل د میندو ددلالو ژبه 
 
‎د هري پيښې او ستونزې پر وخت مو لاسونه رب ته لپه اودعا مو کړي. له رب مو غوښتي چې هیواد مو ارام، سوماله، پرمختللی، يو موټي، او د سیالو سیال کړی وي. 

ستر رب [ج] فرمایلي دي:
‎زه به د چاپه ژوند کې تر هغې بدلون رانولم، تر څو دوی په خپله د بدلون په لټه کې نشي.
وايي چې ته حرکت کوه او خدای برکت کوي. 
‎په دې ‌‌‌‌‌‌ډول که هر څو،  رب ته ناري او سوالونه وکړو، لاسونه لپه څه چې زړونه هم د سینې راوباسو دی  به زموږ سوال او زارۍ وه نه اوري. دلایل یې ‌‌‌‌‌‌ډير دي چې ‎زه به یې يو څو په ګوته کړم.
‎ستر رب [ج] زموږ د زړونو او ارادو خبر دی، ده ته زموږ نیت او اعمال ټول څرګند دي. افغان انسان هر څه صرف ځان ته خوښوې، هر څه تر ځان محدود ګڼي، هغه څه چې زموږشخصې  شتمنې ده،  د سر په بیه ترې ساتنه کوو، خو هغه څه چې عام دي، بیت المال دي هیڅ څښتن نلري. 

‎دا هیواد د هر افغان انسان ګ‌‌‌‌‌‌ډ کور دی او ټول یو ‌‌‌‌‌‌ډول حقوق او د هیواد پر وړاندې یو ‌‌‌‌‌‌‌ډول مسولیتونه لري. د ټولنې هر ژوندی فرد د بل فرد سره په ګټه ،تاوان برابر شریک او مسول دی.  زموږ دهیوادوالو عادت ګرځیدلی چې هر څه له ربه وغواړو، سمه ده ویې غواړه، خو ما او تاسو ته یی عقل، شعور، لاسونه او پښې راکړي، تر څو د هوسا او ارام ژوند لپاره مبارزه وکړو. يانې يوازې په ناستې د جنت سواله نه کيږي، د جنت لپاره بايد جنتي چارې هم تر سره شي. 

‎په ټولنه کې ټولې شته ستونزې زموږ د ټولنې زېږنده دي، تل مو  د کور څخه د باندي ټولي ناخوالې د حکومت پر اوږو وراچولي، او هیڅ وګړي يې د ځان مسولیت نه بولي. 

 زما د کور، پلارینې، کلي، قوم، ولایت او حکومت مشر څوک او څه ‌‌‌‌‌‌ډول انسان دی؟ دوی زما هیوادوالو ته کوم ارزښتونه  تعریف کړي؟ دهیواد په اوږده تاریخ کې  دوی موږ تل پر ژبه، مذهب، ، توکم، ولایت او لسګونو نورو خیلونو ویشلي يو. 

‎دوی تر همدې شعارونو لاندې ځانون زموږ د حقوقو دساتلو ټیکاداران بولي، خو حقیقت بل ‌‌‌‌‌‌‌ډول دی، همدا ټکي د اختلاف اصلي لامل ګرځیدلي. 

‎هدف دا دی چې موږ  ټولنې ته ارزښتونه غلط تعریف کړي،  په یوه هیواد کې دهر ‌‌‌‌‌‌ډول عامه ګټو ویش د افرادو پر بنا کیږي نه د ژبې، توکم، مذهب او یا کوم بل اصل پر بنیاد.  دهیواد د ټولو معضلو حل په دې کې پروت دی چې موږ هیوادوالو ته د عامه پوهاوي له لارې دا شعور ورکړو، چې نور پر دي خپل خوښي اوبې کفایته مشرانو پسې ولاړ نه شي او ددوی مکر او چل ښکار نشې. تر څنګ یې د ټول هیوادپه کچه  د ولسمشر څخه تر ولس کشر پورې پر وړتيا کار وشي، کله چې وړتيا پیدا شې کیفیت په خپله منځ ته  راځي.   هدف مې د ټولنې او حکومت لپاره د وړ او مسلکي مشرتابه بدیل پيدا کول دي. 

نور باید له معمولو او دودیزو کړنو   تیر شو، پر ځای یې پر یو ه دیموکراتیک او سیستماتیک نوي اصل او یا سیستم کار وکړو. هغه دودیز مشر او یا ملک چې زما پر ټولنه په میراثي ‌‌‌‌‌‌ډول مسلط دی، پر ځای یې د یوه خاص معیار (زده کړې، سپيڅلتیا، ملتپالنه، ملي ګټو او ارزښتونو ته ژمنتیا) له مخې د دیمکرایتکو او ازادو انتخاباتو له لارې باید د کور، پلارینې، کلي ، قوم او ولایت  مشر وټاکل شي. دا ‌‌‌‌‌‌ډول به مو د ټولنې د اصلاح چارو لومړی ګام ایښی وي. د ټولنې له منځه به مو وړ، لوستې او مسلکي کسان رامخکې کړي وي.

دوی به ددې وړتيا ولري چې لومړی په ټولنه کې ټولې شته ستونزې  وڅیړي او مشخصې يې کړي. 

دويمم به یې په حلارو کار وکړي، او د تطبیق پلان به یې جوړ کړی وي. همدا مشران به ددې جوګه وې، چې پر اصلاحاتو کار وکړي او جوړ شوی پلان تطبیق کړي. 

تر څنګ یې باید اوسني مشران نور  د خپلو ګټو او غوښتنو د ساتلو په پار  د وګړو تر منځ د نفاق لمن ونه وهي. 

درېيم  زموږ هیوادوال تل د یوې مسالې په اړه د بحث پر وخت دوه اړخه نیسي، یوه طرف د یوه اړخ پلوی او دا بل یې  د بل اړخ؛ دا ماناچې موږ هرې ستونزې ته له دوو اړخونو ګورو، چې دا په خپله د ټولنې د وګړو تر منځ د اختلاف زیږنده ده. 

بېلګه: حکومت او طالبان: دواړه خواوې په ټولنه کې پلویان لري. ژوندی مثال یې د منډېلا  لارې په ژوندی بڼه بحثونه دي. هره ‌‌‌‌‌‌ډله خپله مبارزه پر حق بولي، که په د اړه هر څومره بحثونه  هم وشې، بیا به هم پايله د هیڅ اړخ په ګټه نه وي.  همدا سبب شوی چې زموږ په  ټولنه کې مخالفتونه زیږیدلې او پای نه لري، ټولنه په بېلا بېلو ‌‌‌‌‌‌ژبنيو، توکمیزو، مذهبي او نورو ‌‌‌‌‌‌ډلو ویشل شوې.

تر هغې چې هیوادوال دا ستونزې درک نه کړي، او همدا د پورته ذکر شوي مسایل د ستونزو لاملونه ونه بولي دا ناورین به دوام  لري او دا معما به حل نه لري. 

ددې لپاره چې له بحران څخه راوتي  وو، پکار ده چې هیوادوال بې پرې توب اختیار کړي، او پر ځای د هیڅ يو په پلوې بحث ونه کړي، باید پر دې وغږیږي چې څنګه کولی شو له دې بحرانه راوځو؟ په حلارو خبري وشي. ترڅو په ټولنه کې ستونزې او فرصتونه په سم ‌‌‌‌‌‌ډول تعریف او عام شي. دې کار سره  به ټولنیز او سیاسې شعور پیدا شي. د ټولنې ټولې شته ستونزې به درک او ستونزو ته به د ستونزو په څیر کتل شوي وي.  له دې وروسته به هیوادوال د اختلاف پر ځای دیوه ملت او هیواد جړویدو مبارزه پيل کړي. 

‎داسې نور ‌‌‌‌‌‌ډیر مسایل، خو نه غواړم دلته پرې نور بحث وکړم، ځکه لېکنه نور هم اوږدیږي.  دومره به ووایم چې که د هیواد په کچه تکړه لوستي، ملتپاله ځوانان د فیسیوک او نورو رسنيو له لارې  د اررښتمنو لېکنو تر څنګ د هیواد بیا رغونې او اصلاحاتو راوستو په پار د یوه ملي پاڅون له لارې  د پلان د جوړولو او تطبیق په برخه کې د مبارزې لپاره عملي ګامونه واخلي. 

‎که هر لوستی ملتپاله ځوان او پيغله دې کاروان سره د هر ‌‌‌‌‌‌ډول تبعیض او تعصب پرته یو ځای په ګ‌‌‌‌‌‌ډه مبارزه  پيل کړي، دا به زموږ د بري او بحران څخه د راوتلو تر ټولو اسانه او ساده لار وي.