د مارشالۍ ارمانۍ دوستم؛ ولسمشر غني ولې د جنرال دوستم د مارشالۍ رتبې فرمان نه لاسليک کوي؟

روهي (دوه نۍ/۱۹ د غبرګولي)، نېږدې شل ورځې کيږي چې ولسمشر محمد اشرف غني  او ډاکټر عبدالله عبدالله د سياسي هوکړې په نوم يوه هوکړه لاسليک کړه چې په پايله کې يې سياسي واک سره ووېشل شو. 

د سياسي واک له وېش وراېخوا ياده سياسي هوکړه کې ډاکټر عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا مشر او د هېواد دويم سړی او همدا ډول جنرال دوستم په کې د مارشالۍ رتبه ورسېده. 

خو له يادې سياسي هوکړې نېږدې شل ورځې کيږي او ولسمشر غني د جنرال دوستم د مارشالۍ رتبې فرمان نه دی ورکړی. د ماشارشالۍ رتبې ترڅنګ، جنرال دوستم د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سياسي واک په وېش کې د ملي امنيت شورا غړی هم ټاکل شوی دی. 

د جنرال دوستم وياند او يو شمېر نېږدې کسان وایي چې نوموړی به ځانګړو مراسمو سره کابل ته راځی او د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا به ورته د مارشالۍ رتبه ورکول کيږي. 
خو ځينې سرچينې وايي چې د عبدالله عبدالله، جرنال دوستم او ولسمشر غني ترمنځ د مارشالۍ رتبې د ورکړې په اړه اختلاف شتون لري. 

سرچينې وايي چې  ولسمشر غني هڅه کوي، چې حنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې په ورکولو سره نوموړی د هېواد افتخاري مارشال کړي، کوم څه چې عبدالله عبدالله او په خپله جنرال دوستم نه مني. 

جنرال دوستم د مارشالۍ رتبه ډېری منفي غبرګونونه لري او داسې يو کس ته چې  د هېوواد په کورنيو جګړو پر وژنو، ورانۍ او ظلم تورن دی، د هېواد پوځي نظام ته سپکاوي او په يوې لويې پوځي رتبې رېشخند بلل کيږي. 

پوځي شنونکي وايي چې  د مارشالۍ رتبه هغه وخت يو کس ته ورکول کيږي، چې د يو بهرني هېواد د يرغل او جګړې پر وړاندې درې ځلې پر له پسې بريا اخېستې وي، او جنرال داسې هېڅ کومه مخېنه نه لري. 

ولسمشر غني د هېواد دننه او يو شمېر بهرنيو هېوادونو فشارونو اړوند اړ شو، چې عبدالله عبدالله سره جوړجاړي وکړي او په دې جوړجاړي کې اړ شو چې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه هم ورکړي. 

خو اټکل داسې کيږي، چې ولسمشر غني په دې جنرال دوستم د مارشالۍ ارمان هغه ډول چې د نوموړي او ملاتړو ارمان يې دی پوره به يې نه کړي. دا مارشالي به يا افتخاري وي او يا به پرته له کوم ځانګړو مراسمو د يو فرمان په ډول ورکړل شي چې تاريخ به يې ولېکي.