طارق آرين: ۳۸ پوليس له دندې د ناوړه ګټې اخېستو له امله ونېول شول 

روهي (دوه نۍ/۱۹ د غبرګولي)، د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين پر ټوېټر لېکلي دي چې ۳۸ پوليس چې له دندو يې ناوړه ګټه پورته کول د کورنيو چارو وزارت له خوا نېول شوي او دندې يې ځنډول شوې دی. 

نوموړي پر ټوېټر لېکلي دي، "په کابل، هرات، ننګرهار، غزني، جوزجان، سمنګان، تخار، زابل، خوست، کندز، پروان، بغلان او باميان ولايتونو کې د پوليسو ۳۸ تنه منسوبین له وظيفوي صلاحيتونو څخه د ناوړه ګټه اخيستنې په تور نیول شوي او دوسيې به يې د څېړنو له تکميلېدو وروسته نظامي څارنوالۍ ته ولېږدول شي."

که څه هم پوليس د ټولنې خدمتګار تر شعار لاندې دندې پر مخ وړي، خو د پوليسو په لېکو کې د ځينو بې زده کړو او بې مسلکه کسانو ځای پر ځای کېدو دا زمېنه برابره کړې ده چې خلک له پولیسو شکايتونه وړاندې او له کړنو يې سروټکوي.