ټولې مثبتې پېښې په کې ۱۱۵۴ وې؛ له تېرو دوه اوونيو نیو زیلنډ کې د کرونا ويروس هېڅ نوې پېښه نه ده ثبت شوې 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د غبرګولي)، د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر کرونا مرګونی ويروس نیو زیلنډ ته هم ورسېد. تر اپريل مياشتې ۱۱۵۴ کسان نیو زیلنډ کې په کرونا ويروس ککړ شول او ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. 

دغه هېواد د کرونا ويروس په خپرېدو سره ګرځ بنديز اعلان کو او بهر هېوادونو سره يې خپلې پولې او هوايي لارې وتړلې. نیو زیلنډ د ښوونځيو او پوهتونونو په شمول ټول ګڼيز مرکزونه هم تر يو وخته رخصت کړل. 

اوس له تېرو دوه اوونيو په نیو زیلنډ کې د کرونا ويروس هېڅ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. د ياد هېواد لومړۍ وزيرې ويلي دي چې کله يې دا خبر واورېد نو له خوښۍ يې نڅا وکړه. 

د نیو زیلنډ حکومت ويلي دي چې د کرونا ويروس په پيزوان کېدو سره به لګېدلی بنديزونه کم او اسانه کړي، خو د تېر په څېر عادي وضعيت ته تګ به يو څه وخت واخلي.