فلمي لوبغاړی (چرنجیوي سرجا) ۳۹ کلن ومړ  او لومړی ماشوم يې د مور په نس يتيم شو 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د غبرګولي)، د هندوستان فلمي لوبغاړی چرنجیوي سرجا د ۳۹ کالونو په عمر د زړه حملې له امله ومړ. د نوموړي پر مړينې د هندوستان فلمي لوبغاړو خواشينې ښوودلې ده. 

دغه هندي لوبغاړي څه وخت وړاندې واده کړی او لومړی یې ماشوم يې تر اوسه نړۍ ته نه وو راغلی او د مور په نس کې يتيم شو. چرنجیوي سرجا د هندوستان په سېنما او ځانګړي ډول تېلګو کېفلمي صنعت کې شهرت درلود. 

نوموړي په ۲۰۱۸ کال کې واده کړی وو. د هندوستانو يو شمېر فلمي ستورو د چرنجیوي سرجا له ميرمنې سره غمشريکي کړې، چې ماشوم يې په نس دی. 

چرنجیوي سرجا تېره ورځ د زړه د حملې له امله ومړ او نن يې د هندوستان په بنګلور ايالت  کې وجود وسوځول شو.