روهي (دوه نۍ/۱۸ د غبرګولي)، د بوکس نړيوال اتل آنتوني جوشوا د امرکيا متحدو ايالتو کې د تور پوستو پر وړاندې توپيري چلند غاندلی او د روانو لاريونونو ملاتړ يې کړی دی. آنتوني جوشوا د لاريون کووتکو په ملاتړ ليکلي چې چوپيتا په خپله تاوتريخوالی دی.
نوموړي امريکا کې د تور پوستو پر وړاندې تعبيضي چلند له ويروس سره ورته بللی دی او ويلي دي چې د دغه ويروس واکسين لپاره د خلکو غږ پورته کول او لاريونونه دي.
د انګستان دغه ورزشي اتل ويلي دي چې خلک نه بايد د نژاد پالنې پر وړاندې چوپ پاتې شي؛ چوپ پاتې کېدل نژاد پالنه د ويروس په ډول لا نور هم په ټولنه کې شېندي.
امريکا د لاريونونو په ملاتړ جرمني، انګلستان او د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو کې هم لاريونونه شوي دي او د تورپوستو پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ د حکومت چلند يې رټلی دی.
وروستي