نړۍ کې  د کرونا ويروس تر نن ورځې وروستۍ شمېرې 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د غبرګولي)، د جانز هاپکینګز د نن ورځې وروستۍ شمېرې ښيي چې د نړۍ  په ۱۸۸ هېوادونو کې شپږم مېلېونه، ۱۵ زره او ۱۲۸ تنه تر اوسه په کرونا ويروس يا کوېډ -۱۹ ککړ شوي دي. 

امريکا کې د ککړو شمېر دوه مېلېونه ته نېږدې شوی، برازيل کې ۷۰۰ زره او روسيه  کې د ۴۷۰ زره مثبتو پېښو په ثبت سره د نړۍ درېيم هېواد شمېرل شوی. 

د نړۍ په بيلا بېلو هېوادونو کې د کرونا ويروس له امله د مړه شو شمېر ۴۰۲ زره او ۸۵۲ کسانو ته رسېدلی دی. د مړو ډېر شمېر هم په امريکا کې دی. 

افغانستان کې هم تر نن ورځې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۲۱ زرو ته نېږدې او د مړو شمېر ۳۶۹ تنه شو.