۲۴ ساعتونو کې يې ۱۲ مړه کړي او ۵۷۵ پر تازه کړل شوي؛ هېواد کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې ۲۰۹۱۷ ته ورسېد

روهي (دوه نۍ/۱۸ د غبرګولي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتوونو کې ۱۲ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي او تازه ۵۷۵ پېښې ثبت شوې  دي. 

د وزارت مالومات ښيي چې د ټولو مړو شمېر ۳۶۹ ته رسېدلی او همدا ډول تر اوسه ۲۱۷۱ کسان له دغه ويروس جوړ شوي هم دي. د مړينې شمېرو پر اساس تېره ورځ مرګونې وه او ۳۰ پېښې ثبت شوې. 

د تېر په څېر يو ځل بيا تازه پېښې ډېری يې په کابل، هرات، کندهار، پکتيا، ننګرهار او بادغيس ولايتونو کې دي.