د دوستم وياند: مارشال صيب دوستم به د ملي امنيت شورا د غړي او مارشال په توګه په ځانګړو مراسمو کابل ته راشي 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د غبرګولي)، د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند بشير احمد ته ينج وايي چې په نېږدې ورځو کې به جنرال عبدالرشيد دوستم د يو لړ ځخانګړو مراسمو په ترڅ کې کابل ته راشي. 

د ته ينج په وينا چې مارشال دوستم د ملي امنيت شورا د غړي او د هېواد د مارشال په توګه کابل ته راځي چې ځانګړي مراسم به ورته ونېول شي. 

بشير ته ينج د هغه ګنګوسو په اړه چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې په اړه مخالفت لري څه نه دي ويلي. 

ځيني سرچينو تېره ورځ رسنيو ته ويلي وو، چې ولسمشر غني غواړي جنرال دوستم ته افتخاري مارشالي ورکړي خو په خپله جنرال دوستم او ډاکټر عبدالله عبدالله د مارشالۍ رتبې سره د افتخاري کلمې مخالفت کوي.