اسټراليا کې شارک ماهي د يو کس ژوند واخېست 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د غبرګولي)، اسټراليايي چارواکي وايي چې دغه هېواد کې شارک ماهي پر يو ستر عمر لرونکې کس بريد وکړ او ويې واژوه. پېښه تېره ورځ د اسټراليا په نیوساوت ویلز کې شوې ده. 

وژل شوي کس د اوبو پر سر لوبه کوله چې د شا له خوا پر دغه ماهي بريد کړی. د وژل شوې کس لومړنۍ درملنه شوې وه خو وروسته يې ساه ورکړه. 

دا ډول پېښې بې مخينې نه دي، په تېر کې هم د لمبو او اوبو پر سر د لوبو پر مهال ځيني لوبغاړي د بحري وژونکو ژويو له خوا وژل شوي دي.