ولسمشر غني د هیواد څلور سیمې د خوندي شویو سیمو او ملي پارک په توګه اعلان کړې 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د غبرګولي)،د ولسمشر  محمداشرف غني په مشرۍ، د ملي پارک او خوندي شویو سیمو په توګه د هیواد د څلورو بېلابېلو سیمو د اسنادو د لاسلیکولو په موخه غونډه تېر ماسپښین په ارګ کې جوړه شوه.

د ارګ په خبر پاڼه کې ويل شوي دي، "د ژوند چاپیریال په اړه باید د دې خاورې تېر ته وګورو چې زر کاله مخکې د ژوند کولو چاپیریال له اړخه څه ډول وو.

هغه پر دې په ټینګار سره چې باید د افغانستان د ژوند چاپیریال، اوبو او ارزښتمنو پانګو ته ځانګړې پاملرنه وشي وویل، موږ د اوبو د مدیریت په برخه کې کافي تجربه لرو او د ژوند چاپیریال ته پاملرنه زموږ له لومړیتوبونو څخه یوه ده."

وروسته د چاپیریال ساتني ملي اداري رئیس شاه زما میوندي د ملي پارک او نویو خوندي شویو څلورو سیمو اسناد چې د نورستان ولایت ځنګلونه، د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ ولاړې اوبه، د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ جزیره او د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ پکې شاملې دي، د جمهوررئیس غني په حضور کې لاسلیک کړل.