د کابل ښار لپاره نوې امنيتي طرحه: تور ښېښې به سپينيږي 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د غبرګولي)، د ملي دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت رياست له خوا ګډه قومندانۍ جوړه شوه او کابل ښار لپاره يې نوې امنيتي طرحه جوړه کړه. د دغه طرحې اړوند کابل ښار کې به د موټرونو تورو ښېښې سپينيږي. 

د ګډې قومندانۍ د جوړولو اقدام د کابل ګارنيزون له لغوه کېدو وروسته شوی دی. کابل ښار کې په دې وروستيو کې د جنايي پېښو د زياتېدو په اړه شکايتونه ډېر شول. 

د ګډې قومندانۍ چارسمبال احمد فیصل الله داد رسنيو ته ويلي دي چې له دې وروسته به د موټرونو تورې ښېښې په جدي ډول سپينيږي او همدا ډول به اجازه نه وي دولتي او غېر دولتي چارواکي خپل ساتونکي د موټرونو په شاه سر لوڅه برخه کې کېنوي. 

خو د کابل يو شمېر ښاريان شکايت کوي چې له دې وړاندې هم ځيني امنيتي طرحې جوړې وې خو حکومت ونه توانېد چې په ښه ډول سره يې پلې کړي.