د وخت په اړه يې مالومات نشته؛ خو ښايي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني خبرې قطر کې پيل شي 

روهي (يوه نۍ/۱۷ د غبرګولي)، طالبانو ته يو شمېر نېږدې سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې ښايي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرې په قطر کې تر سره شي. 

د سرچينې د مالوماتو پر اساس د بين الافغاني خبرو د پيل په اړه تر اوسه کره نېټه نه ده مالومه، خو طالبان ټېنګار کوي چې له بين الافغاني خبرو وړاندې به د حکومت له زندانونو پنځه زره طالب بنديان خوشي کيږي. 

د سید اکبر آغا په نوم يو پخواني طالب چارواکي رسنيو ته ويلي دي چې ښايي د افغانانو ترمنځ خبرې قطر کې پيل شي، خو طالبان د پنځه زره طالب بنديانو پر خوشي کېدو ټېنګار او بهرنيان هم دغه شرط ته شين څراغ ورکوي. 

د ولسمشر وياند صديق صديقي هم رسنيو ته ويلي دي چې افغان حکومت طالبانو سره د بين الافغاني خبرو پيل ته چمو دی. صديقي ويلي چې حکومت د سولې خبرو د پيل لپاره اړين ګامونه اخېستي دي. 

د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره د افغان جوړجاړي برخه کې د متحدو ايآاتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم قطر، پاکستان او افغانستان ته د خپلو سفرونه بله لړي یپل کړې ده.