
روهي (يوه نۍ/۱۷ د غبرګولي)، يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ اختلاف رامنځ ته شوی دی. دغه اختلاف جنرال دوستم ته د مارښالۍ رتبې د ورکړې په اړه دی.
طلوع نيوز د يو شمېر سرچينو د مالوماتو پر اساس ليکلي دي یچې ولسمشر غني غواړي چې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې سره افتخاري مارشالۍ ذکر کړي، خو عبدالله عبدالله او په خپله جنرال دوستم مارشالۍ رتبې سره د افتخاري کلمې ذکر کولو مخالفت کوي.
د ولسمشر وياند صديق صديقي بيا جنرال دوستم د مارشالۍ رتبې د ورکړې پر سر اختلاف او دې برخه کې د ولسمشر غني د فرمان د ځنډېدو په اړه څه نه وايي خو ټېنګار کوي چې سياسي هوکړه کې ذکر شوي مسايل به پلي کيږي.
د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ سياسي هوکړه کې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې شرط شته دی، خو چې دا مارشالۍ افتخاري ده او کنه او يا کوم نور امتيازونه به ولري په دې اړه تر اوسه مالومات نه دي ورکړل شوي.