روهي (دوه نۍ/۱۷ د غبرګولي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني پارلماني چارو کې د دولت وزير ضيا الحق امرخېل سره ولسي جرګې ته د کابينې د نويو غړوپه معرفۍ خبرې کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر کې پاڼه کې لېکل شوي دي، "
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن غرمه په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاءالحق امرخېل سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دغه ویډیو کنفرانس کې چې په ارګ کې ترسره شو، د پارلماني اړیکو د تنظیم قانون د طرحې، ملي شورا سره د همغږۍ میکانیزمونو د ایجاد، ولسي جرګې ته د باور رایې لپاره د کابینې د غړو د معرفي کولو او د دري ګونو قواوو ترمنځ د ښې همغږۍ په اړه بحث او خبرې وشوې."
ټاکل شوې ده چې محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت به په څو ورځې کې ولسي جرګې ته خپله کابينه د باور رايې اخېستو په پار وړاندې کړي.
وروستي