باميانو کې د چاپېريال نړيوالې ورځې په پار د باسېکل ځغلونې سيالۍ تر سره شوې 

روي (نۍ/۱۶ د غبرګولي)، نن ورځ باميانو ولايت کې يو شمېر نجونو او ځوانانو د چاپېريال نړيوالې ورځې په مناسبت د باسېکل ځغلونې سيالۍ تر سره کړې. د سياليو چمتو کوونکي وايي چې له دغه لوبې يې موخه د چاپېريال ساتنه او چاپېريال کې ته متوجې ګواښونو ته د خلکو متوجې  کول دي. 

دغه سياليو کې شلو هلکانو او لسو نجونو برخه اخېستې وه.  جمعه‌ خان، علي جان او نوروز د هلکانو په منځ کې او  ریحانه، آرزو تو شکیبا د نجونو په منځ کې لومړی، دويم او درېيم مقامونه تر لاسه کړي دي. 

د باميانو ولايتي مسوولين وايي چې دوی پلان کې لري ترڅو په راتلونکې کې هم د دغه ولايتي په ګرځندويه سيمو کې  ورته سيالۍ په لار واچوي، چې له يوې خوا به ځوانان او نجونې وهڅول شي او له بلې خوا ټولنيز پيغامونه ولري.