ځيني محدوديتونه په کې مخکېني او ځيني په کې نوی اضافه شوي دي؛ افغان حکومت ګرځبنديز درې مياشتې وغځوه

روهي (نۍ/۱۶ د غبرګولي)، هېواد کې  د کرونا ويروس د مثبتو پېښو په ډېرېدو سره د حکومت کابينې نوې طرحه منلې چې ځيني پخوانی بنديزونه په کې غځېدلي او يو شمېر نوي بنديزونه هم په کې زيات شوي دي. 

د نوې طرحې اړوند ټول ښوونځي، زده کړيز مرکزونه، يوهنتونونه، ورزشي لوبغاليو  هوټلونه، رسټورانټونه، د وداونو تالارونه، پارکونه او نور تفريحي ځايونه به تړل شوي وي. همدا ډول  ګڼيزې راټولېدنې او ناستې ممنوع اعلان شوي. 

د نوې طرحې اړوند به بسونه او ورته نور غټ موټرونه ښار کې تګ - راتګ نه کوي. د ډېر عمر لرونکو کسانو نه بهر کېدل، کاري چاپيريال کې درمل شېندل، عمومي ځايونو کې د ماسک اغوستل او له لسو کسانو د ډېرو کسانو د غونډو نه جوړېدل اجباري بلل شوي دي.