(د تور پوستو ژوند هم مهم دی) واشنګټن کې به دې نوم ودانۍ نومول شوې 

روهي (نۍ/۱۶ د غبرګولي)، امريکا کې د جورج فلوید په نوم د يو تور پوستي له وژل کېدو وروسته د تاوتريخوالي ډک لاريونونه پيل شوي. لاريون کوونکو د پلازمينې واشنګټن په شمول ځيني ښارونو کې موټرونه او ودانۍ سوځولي. 

ولسمشر ټرمپ ياد لاريونونه ترهګريز فعايلتونه بللي دي او ويلي دي چې سوله ييز لاريونونه په دې ډول نه وي. نوموړي د خپل هېواد پوليسو او پوځ ته امر کړی چې لاريون کوونکي وځپي. ټرمپ د جورج فلوید وژل کېدل غېر انساني عمل بللی وو. 

د تاوتريخوالی ډک لاريونونه اوس مهال يو  ارام شوي دي. د امريکا متحدو ايالتو د واشنګټن ښاروال (د تور پوستو ژوند هم مهم دی)، يوه ودانۍ په رسمي ډول په دې نوم نمولې ده. 

جورج فلوید  د جعلي پيسو په تور ونېول شو او هغه وخت ووژل شو چې يو سپين پوستي پوليس يې پر زنګون کېښود او جورج فلوید د ساه بندیدو وويل. لاريون کوونکي وايي چې سپين پوستي پوليس ځکه جورج فلوید  وژلی چې هغه يو تور پوستی وو.