بدخشان کې ماين چاودنې يوولس سيمه ييز پوليس وژلي 

روهي (نۍ/۱۶ د غبرګولي)، د بدخشان ولايتي مسوولين وايي چې تېره شپه د دغه ولايت په خاش ولسوالۍ کې د سړک ماين په چاودنه کې يوولس سيمه ييز پوليس وژل شوي دي. وژل شويو کې يو د پوليسو قومندان هم شامل دی. 

طالبانو او افغان حکومت د تېر کوچني اختر په ورځو کې سره درې ورځنی اوربند کړی وو او افغان حکومت دوه زره طالب بنديان هم خوشي کړل، خو له اختر وروسته د طالبانو بريدونو او جګړې بيا زور پيدا کړی دی. 

تېره ورځ افغانستان کې د امريکايي واکونو وياند سني لېګت هم په ټوېټر ليکلي وو، چې کندهار او فراه ولايتونو کې يې پر طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.