اندونیزیا کې يوه ميرمن او يو سړی د زنا په جرم سل - سل درې ووهل شول 

روهي (نۍ/۱۷ د غبرګولي)، اندونیزیايي چارواکي وايي چې دوه اندونیزیايي وګړی يې د زنا به جرم سل - سل درې وهلی دي. دغه قانون د اندونيزيا په "آچه"  ولايت کې پلی شوی دی. 

د اندونيزيا په ډېری ولايتونو کې د زنا د قمار، شراب څښلو او لواطت سزاوې به درو وهل دی. به آچه ولایت کې یاد کسان په داسې وخت کې وهل شوي دي چې اندونيزيا کې د کرونا ويروس پر اساس ګرځ بنديز دی. 

حکومت خلکو ته اجازه ورکړې وه چې د قانون پلي کونې د دغه پېښې ننداره وکړي. په اسلامي شريعت کې د قمار، زنا، لواطت او ځيني نورو جرمونو سزا درې وهل او د غلا لاس پرې کول دي.