ايران وايي چې افغان کډوال مو په ډزو وژلي خو افغانستان وايي چې موټر يې ټکر کړی 

روهي (جمعه/۱۶ د غبرګولي)، ايراني پوليس ادعا کوي چې د انساني او نشه يي توکو يو موټر چې افغان کډوال په کې وو دوی په ډزو وېشتی چې موټر اور اخېستی څلور کسان په کې وژل شوي دي. ايران چارواکي وايي چې دوی موټر ته د درېدو امر وکړ خو موټر يې امر ونه منلو. 

که څه هم د وېل شوي او ټپي کسانو د هويت په اړه تر اوسه رسمي مالومات نه دي ورکړل شوي خو ايراني چارواکي په يزد ولايت کې سوځېدلی موټر د نشه يي توکو او انساني قاچاق کوونکو موټر يادوي، چې دوی له منځه وړی. 

افغان حکومت هم د ايران په يزد ولايت کې د موټر د سوځېدو پېښه تائيدوي او زياتوي چې ياد موټر کې افغان کډوال ناست وو چې موټر يې د سړک له موانع سره ټکر کړی دی چې وروسته موټر اور اخېستی او يو شمېر کډوال په کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

پر ټولنيزو رسنيو هم د هغه موټر انځورنه چې د سړک په منځ کې پروت دی او سوځي، رسنيز شوي دي. ويل کيږي چې موټر کې ناست کسان کارګر افغان کډوال وو خو ایران پرې د انساني او نشه يي توکو د قاچاق کوونکو تور پوري کوي. 

د افغانستان ولسي جرګې او بشري حقونو خپلواک کمېسيون دغه پېښه غاندلې او له افغان حکومت يې د پلټنو غوښتنه کړې ده. ايران کې افغان سفير غفور لېوال  ویلي دي، چې د پېښې يه اړه د افغانستان او ایران د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ خبرې کيږي.  

ايراني پوله ساتو ځواکونو له دې وړاندې لسګونه افغان کارګر کډوال سيند ته غورځولي وو چې نړيوال او په کور دننه يې غبرګونونه يې راپورته کړل. ايران تر اوسه هم سيند ته د افغان کډوالو د غورځولو موضوع نه مني.